خبرونهفرهنګ

ننګرهار: هټۍ والو ته د هېواد په رسمي ژبو د ليکدړو ليکلو سپارښتنه وشوه

کابل، د لېندۍ ۱۹ مه، باختر
د ننګرهار ولايت د اطلاعاتو او فرهنګ رياست له لوري د ليکدړو سمونې کمېسيون د هېواد د رسمي ژبو له ليکدود سره سم د ليکدړو ليکلو کمپاين پيل کړ.
ياد کمېسيون نن د جلال آباد ښار لومړۍ ناحيې اړوند د يو شمېر هټيو او سوداګريزو مارکېټونو خاوندانو ته لارښوونه وکړه چې خپلې ناسمې ليکدړې، چې په پرديو ژبو ليکل شوې دي، اصلاح کړي.
سرچينې همدارنګه ټينګار وکړ، چې په ليکدړو کې دې د پرديو ژبو د کلماتو او تورو څخه ډډه وشي او يادې ليکدړې دې په پښتو او دري ژبو وليکل شي.
دغه کمیسیون چې د ننګرهار ولايت په ټولو ولسواليو او مرکز کې د ليکدړو د سمون او مبتذلو فلمونو د مخنيوي مسؤليت پر غاړه لري، تر هغې به خپل کار ته دوام ورکوي، چې په ټولو برخو کې د پام وړ اصلاحات راشي.
ياد کمېسيون له ټولو هټۍ والو څخه غوښتنه وکړه، چې د خپلو ليکدړو له ليکلو وړاندې دې، د اطلاعاتو او کلتور رياست د لوحو ليکنو له کميسيون سره اړيکه ونيسي، ترڅو د هغوی ليکدړې د هېواد د رسمي ژبو له ليکدود سره سمې وليکل شي او په راتلونکي کې د سمون له ستونزې سره مخ نه شي.
بدلون

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا