امنیت

په افغانستان کې د ناټو ديو سرتيرى وژل کېدل

کابل- باخترد تلې ٣
دناټو سرتيرى پرون په افغانستان کې  ووژل شو.
دغه بهرني پوځي چې هويت يې نه دې په ډاګه شوى، د افغانستان په جنوب کې دياغيانو بريد له امله وژل شوى دى.
ناټو پاختر آژانس ته ديوې خبر پاڼې په ليږلو سره ددغه سرتيرى وژل کېدل تاييدوي، خو ددغه سرتيرى دهويت او دسيمې د دقيق ځاى په باب يې څه نه دې ويلى. د نه تاييد شويو ارقاموله مخې د روان ميلادى کال له پيل څخه تراوسه پورې نږدې پنځه سوه شپيته تنه بهرني سرتيرې په افغانستان کې له ياغيانو سره په حګړو کې وژل شوي دي. په داسې حال کې چې په تير کال کې دغه شمير پنځه سوه شپږ نوي تنو ته رسيدلي و.
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته