
کابل، د سلواغې ۱۸مه، باختر
د ننګرهار د تورخم ګمرک ریاست مسوولین وایي، چې په دغه ګمرک کې ۴۰ کیلو ګرامه قېمتي ډبرې نیول شوي دي.
د دغه ګمرک مسوولینو باختر آژانس ته وویل، چې په دغه ګمرک کې یې د قاچاق مخنیوي او د ممنوعه توکو پر واردولو او صادرولو د جدي نظارت او څار په ترڅ کې ۴۰ کیلو ګرامه قېمتي مختلف النوع ډبرې، چې په ډېر مهارت په تجارتي محموله کې ځای پر ځای شوې وې کشف او ضبط کړې.
د يادونې وړ ده، چې څو ورځې وړاندې د ۷۸ کيلو ګرامه په اندازه نورې قېمتي ډبرې د تورخم ګمرک کارمندانو له لوري کشف او نيول شوې وې.
لمر