سیاست

د رياست الوزرا سياسي مرستيال: د رسميت پېژندلو لپاره موږ ټول شرطونه پوره کړي دي

کابل/ د ليندۍ٩مه / باختر:
د رياست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر وايي، د اسلامي امارت د رسميت پېژندلو لپاره مو ټول شرطونه پوره کړي دي.
د افغانستان د اسلامي امارت د رياست الوزرا د سياسي مرستيال مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته خبرورکړ.
د افغانستان د اسلامي امارت سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر نن د ازبکستان د جمهوررييس له ځانګړي استازي سره په کتنه کې وویل: موږ د رسميت پېژندنې لپاره ټول شرایط پوره کړي دي، او نړۍ باید افغانانو ته بې قید او شرطه بشري مرستو ته دوام ورکړي.
ستونزې باید د فشار پر ځای د خبرو له لارې حل شي.
په دې کتنه کې د افغانستان لپاره د ازبکستان د جمهوررييس ځانګړي استازي وویل: ازبکستان له افغانستان سره خپلو همکاریو او دوستۍ ته دوام ورکوي اوهمدارنګه دغه هېواد د اسلامي امارت د مثبتو کړنو په اړه نړيوالې ټولنې ته معلومات ورکوي اوپه دې برخه کې د هغه ملاتړ کوي.
\ ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته