کابل- باختر دزمري دمياشتې ٣١
د نورستان له ولايت څخه په نويو رارسيدلو خبرونو کې ويل شوي دي چې څلورو تنو ملکي وګړو ته د افغانستان په ځينو سيمو د پاکستان دراکتي بريدونو له امله مرګ ژوبله اوښتې ده .
دغه ملکي وګړې تيره شپه د کامديش په سرحدي سيمې د دوي په کورنو دپاکستاني توغنديو دلګيدو له امله ووژل شول او ټپيان شول .
دنورستان دکامديش ولسوال دپوليسو يو قوماندان باختر آژانس ته وويل ددغو راکټي بريدونو په بهير کې تيره شپه يو ملکي وګړې ووژل شول او څلور تنه نوريې ټپيان شول.
د نورستان د والي ويندوى ظاهر بهاند په دغه ولايت د پاکستان راکټي بريدونه تاييد کړل خو د مرګ ژوبلې په باب يې بې خبري څرګنده کړه .
د بهاند دڅرګندونو له مخې : دپاکستان ځواکونو د راکټي بريدونو دبيا پيل کيدو څخه تراوسه پورې په سلګونه توغندي د دغه ولايت په ځينو سيمو لګيدلې دي او زيات مالي زيانونه يې اړولې دي.
له يوې مياشتې ځنډ ورورسته د سه شنبې په شپه د پاکستاني ځواکونو راکټي بريدونه په کونړ او نور ستان ولايتونو بيا پيل شوي دي .
د کونر او د نورستان سيمه ييز مسوولين وايي د اپه تيرو اووکلونو دپاکستاني ځواکونو سخت راکټي بريدونه دي .
دغه راز په خبرونو کې ويل شوي دي چې په تيرو دريو ورځو کې د دغو راکټي بريدونو له امله درې تنه ملکي وګړي وژل شوي او نهه تنه نور ټپيان اوپه لسګونو کورونه ويجاړشوى دي .
دپاکستان دحکومت مقاماتو تراوسه پورې د دغو بريدونو د انګيزې په باب څرګندونې نه دي کړى .
ددغو خونړيو بريدونو له دوام سره سره دافغانستان ، مقامات نه دي بريالي شوى
ددغه شان بريدونو دبندولو لپاره لاره ومومي .
0 1 دقیقه لوستل