کابل باختر د ثور اووه ويشتمه :
په هرات کې دفوټبال دغوره ليګ دټيمونو دسياليو په دوام دانصاري ټيم داتفاق ټيم ته ماتې ورکړه .
دهرات ولايت دورزشي امريت مرستيال ضيا الحق ضيا باختراژانس ته وويل چې په دې لوبه کې دانصاري ټيم ديوې په وړاندې په دوو سره داتفاق ټيم ته ماتې ورکړه . دغه سيالي داتو ټيمونو ترمنځ په هرات کې پيل شوې دي چې په دوام يې نن دپامير او استقلال ټيمونه لوبه کوي .
1 د یوې دقیقې څخه لږ