(PS)خبرونه(PS)امنیت

ننګرهار کې تېره اوونۍ ۲۷ تنه د غلا په تور نیول شوي دي

 کابل، د وري ۲مه، باختر

د ننګرهار امنیتي مسوولین وایي، چې تېره اوونۍ د دغه ولایت د مرکز په ګډون له بېلابېلو ولسوالیو څخه ۲۷ تنه د غلا په تور نیول شوي دي.

د دغه ولایت د امنیې قومندانۍ مطبوعاتي مسوول باختر آژانس سیمه ییز خبریال ته وویل، چې په يوه اونۍ کې یې د دې ولایت په مرکز او بېلابېلو ولسوالیو کې ۲۷ تنه د غلا په تور نیولې دي.

د مسوولینو په وینا، د نیول شویو کسانو دوسیې به یې له څېړنو وروسته عدلي او قضايي ارګانونو ته وسپارل شي.

ص

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا