ټولنه

جمهوررئیس حامدکرزي د قرآن عظیم الشان د ختم په مراسموکې ګډون وکړ

کابل باختردچنګاښ دمياشتې ٣٠ :
د افغانستان جمهوررئیس حامدکرزي د قرآن عظیم الشان د ختم په هغو مراسموکې ګډون وکړ چې تېره شپه د ارګ په جامع جومات کې ترسره شول.
دجمهورى رياست مطبو عاتې دفتر با ختر آژانس ته خبر ورکړ.
د قرآن عظیم الشان د ختم مراسم چې د روژې د مبارکې میاشتې په دويمه شپه د تراویح د لمانځه په ترڅ کې د هېواد د جمهوررئیس حامدکرزي په ګډون پیل شوي وو، تېره شپه ټول مسلمه امت او په ځانګړې توګه د افغانستان خلکو ته د خیر او نیکمرغۍ د غوښتلو په دعا سره پای ته ورسیدل.
برخه والو د قرآن عظیم الشان د ختم له پای ته رسېدو او د تراویح د لمانځه له ادا کولو وروسته د لوی خدای دربار ته د دعا لاسونه پورته کړل، په فلسطین او افغانستان کې یې د سملاسي سولې او ثبات د ټینګښت او د افغانستان د خلکو او ټول مسلمه امت  د نیکمرغۍ او پرمختګ لپاره دعا وکړله.
د قرآن عظیم الشان د ختم په مراسمو کې د کابینې غړو، د سترې محکمې سرپرست بهاوالدین بها، سلاکارو وزیرانو، د اساسي قانون پر تطبیق باندې د څار د کمیسیون رئیس ګلرحمن قاضي، پوهاند نعمت الله شهراني، د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون ځینو غړو، دیني عالمانو او په کابل کې د یو شمېر اسلامي هېوادونو سفیرانو هم ګډون کړی و.#

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته