خبرونهټولنه

ننګرهار کې د اوبو د تنظيم په موخه ځانګړې کمېټه جوړه شوه

کابل، د تلې ۱۲مه، باختر

د ننګرهار ولایت ځايي چارواکو په دغه ولایت کې د ابو د تنظیم او مدیریت په موخه د ځانګړې کمېټې د جوړېدو خبر ورکړی دی.

د باختر آژانس د خبر له مخې د ننګرهار ولايت مرستيال والي مولوي محمد رباني ناصح د کانال، کرنې، سينديزې حوزې، د کليو بیا رغونې او پراختيا او اقتصاد رياست مسئولينو څخه ګډه کمېټه جوړه کړه، څو د اوبو د تنظيم په برخه کې کار وکړي.

ناصح  يادې کمېټې ته لارښوونه وکړه، ترڅو د اوبو د تنظیم او ښه مدیریت په تړاو  ګډ کار تر سره او عادلانه چارې پرمخ يوسي.

د ننګرهار کانال رئيس مولوي غلام رحمن کظيم ډاډ څرګند کړ، چې کمېټه به په همغږۍ د اوبو د تنظيم  په برخه کې لازمې هڅې تر سره کړي.

د يادې ناستې پر مهال د جلال اباد ښاروالۍ، اوبو رسونې، ولايت کارپوه او يو شمېر نورو مسئولينو هم شتون درلود.

قریشي بدلون، افغانمل

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا