خبرونهاقتصادTOP

ننګرهار کې د اوسپنې ويلې کولو فابريکو مسوولين د برېښنا د پرچاوۍ د کمولو غوښتنه وکړه

کابل، د لېندۍ ۲۹مه، باختر

د ننګرهار صنعت او سوداګرۍ رئيس عبدالبصير پاچا او د اوسپنې ويلې کولو فابريکو مالکانو د ننګرهار له والي حاجي ملا محمد نعيم آخند سره په کتنه کې د برېښنا د پرچاوۍ د کمولو غوښتنه وکړه.

د باختر آژانس د خبر له مخې؛ په دغه کتنه کې د اوسپنې ویلي کولو د فابریکو مالکانو وويل، چې په شیخ مصري صنعتي پارک کې د نورو فابريکو ترڅنګ د اوسپنې ویلې کولو يو شمېر فابريکې هم فعاليت کوي، چې يوازې ۱۰ ساعته برېښنا ورکول کېږي، چې ورته بسنه نه کوي.

هغوی وويل، چې په دغو فابريکو کې شاوخوا ۵ زره کسان کار کوي که د برېښنا پرچاوي کمه نه شي؛ نو کارونه به يې ټکني او کار کوونکي به يې دندې له لاسه ورکړي.

د ننګرهار والي حاجي ملا محمد نعيم آخند يادو صنعتکارانو ته ډاډ ورکړ، چې د برېښنا د پرچاوۍ ستونزه به له مرکزي مسوولينو سره شريکه کړي، ترڅو د حل لپاره يې لازم اجراآت ترسره شي.

لمر

 

نمایش بیشتر

نوشته های مشابه

دکمه بازگشت به بالا