-کابل باختر دکب نولسمه :
د هرات ولايت د کهسان ولسوالۍ د امنيې قوماندانۍ پوليسو د يوې اندازې نشه يي توکو په کشفولو بريالي شول .
د کهسان ولسوالۍ د امنيې قوماندانۍ پرسونل لس پاکټه هيروئين او کرسټال ډوله نشه يي توکي چې په يو موټرکې ځاى پرځاى شوي و؛ کشف او ترلاسه کړل.
د دغې پيښې په اړوند څوک نيول شوي نه دي، خو قضيه د پوليسو تر څارنې لاندې ده .
د يوبل خبرله مخې:
د هرات ښاروالۍ په دولسمې ناحيې پورې اړوند د مولوي ټانک په سيمه کې د اور لګيدنې له امله يو تن ووژل شو او يو تن بل ټپي شو .
دغه اور نن سهار د مولوي صاحب ټانک په سيمه کې په يوه کاروانسرا کې لګيدلى دى او د دغې اورلګيدنې علت د ټانکر چلوونکي چې غوښتل يې تيل له ټانکر څخه بيرلونوکې تخليه کړي؛ بې پروايي وه .
له نيکه مرغه چې د اور وژنې د پرسونل په رسيدو سره اور مړ شو.
2 1 دقیقه لوستل