
کابل، د وري ۵مه، باختر
د ننګرهار د کلیو، بیا رغونې او پراختیا ریاست مسوولین وایي، چې په دغه ولایت کې UNDP موسسې په مالي ملاتړ د ۴ زره متره کانالونو د پاکولو ترڅنګ ۲٠٠ متره استنادي دېوالونه په پاخه ډول جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شول.
د دغه ولایت د کلیو، بیا رغونې او پراختیا ریاست مسوولینو باختر آژانس ته وویل، چې د دغه کار په جریان کې ۱۹۲۵ کسانو ته د کار زمینه برابره شوې وه، چې په کې هر کس ته د ۱۵ کاري ورځو بدل کې ۶ زره ۷۵۰ افغانۍ ورکړل شوې.
ورته مهال د سیمې مشرانو او ځوانانو د یادې پروژو پر پلي کولو خوښي وښوده او ويې ویل، چې که دا ډول پروژې دوامداره شي، نو ځوانان به له بې کارۍ وژغورل شي.
همدارنګه بزګران هم د یادو کانالونو په پاکولو خوښي ښیي او وایي، چې د یادو کانالونو په پاکولو سره یې به د اوبو لګولو ټولې ستونزې حل شي.
لمر