امنیت

دهېواد په بيلابيلو سيموکې د ١١٧ تنو تروريستو طالبانو وژل کيدل

کابل باختر دزمري درې ويشتمه :
دهېواد په بيلابيلو  سيمو کې  دملي دفاعي اوامنيتي ځواکونو په چاڼيزو عملياتو کې ١١٧ تنه وسله وال  طالبان ووژل شول .
   دملي دفاع وزارت  مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته خبر ورکړ دهېواد ملي دفاعي او امنيتي ځواکونو په تيرو ٢٤ ساعتو کې دهېواد په بيلابيلو  سيمو کې ګډ چاڼيز عمليا ت ترسره کړل . چې له امله يې دوسله والو طالبانو دډلې له خوا ديوه نومول  شوي ولسوال او ددغې ډلې ددوو تنو سيمه ئيزو  قوماندانانو په  ګډون ١١٧ تنه  ډار اچوونکي ووژل شول ٣٠ تنه ټپيان او اووه تنه نور  ونيول شول .
  دهېواد دملي دفاعي او امنيتي  ځواکونو دغه ګډ عمليات چې دتوپچي او هوايي قوتونو ملاتړ ورسره وو دننګرهار ، نورستان ، کاپيسا ، پکتيا ، پکتيکا ، غزني ، لوګر ، زابل ،  قندهار ، روزګان ، بادغيس ، بغلان ، فارياب ، سرپل ، بدخشان او دهلمند دولايتونو په مربوطاتو کې  ترسره شول .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته