خبرونهټولنه

ننګرهار کې د نږدې ١٢ میلیونو افغانیو په لګښت پر يوه سړک د کانګریت اچولو چارې پیل شوې

کابل، د مرغومې ٢٧مه، باختر
د جلال آباد ښاروالۍ مسوولين وایي، چې د دغه ښار په قاسم آباد ښارګوتي کې پر ۱ کیلومتره سړک او دواړو لوريو ته یې پرتې ٢ کیلومتره ویالې د کانګرېټ اچولو چارې پیل شوي دي.
د باختر آژانس د خبر له مخې؛ په دغه تړاو جوړو شویو مراسمو کې د جلال آباد ښاروالۍ مرستیال مولوي مومن حمید وویل، چې دا ټولې د ولس پیسې دي او بېرته ولس ته په مصرف رسېږي.
ورته مهال د تخنیکې او سکتوري چارو رئیس مولوي انجنیر عبیدالله شیرزاد وویل، چې په دغه سړک باندې ١١.٩  میلیونه افغانۍ لګښت راځي، چې ټول د جلال آباد ښاروالۍ له داخلي عوایدو ورکول کېږي.
نوموړي د خپلو خبرو په دوام وویل، چې د یاد سړک جوړېدو سره به د یادې سيمې سلګونه تنو ته د کار زمینه برابره شي.
هغه وویل، چې د یاد سړک د رغولو چارې به د ۴ میاشتو په موده کې بشپړې شي.
لمر

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا