ټولنه

د ښځې د نړيوالې ورځې له امله د افغانستان د اسلامي جمهوريت د ملي شورا د مشرانوجرګې د مبارکى پيغام !

کابل باختر دکب څوارلسمه :
د ښځې د نړيوالې ورځې له امله د افغانستان د اسلامي جمهوريت د ملي شورا د مشرانوجرګې د مبارکى پيغام !
دملي شورا د مشرانوجرګه د ښځې د نړيوالې ورځې په مناسبت د ډيرو ښومبارکيو مراتب د افغانستان او د نړۍ ټولوښځو ته وړاندې کوي او دلوى خداى ( ج ) له دربار څخه هغوى ته د برياليتوب اونيکمرغۍ هيله کوي .
دملي شورا دمشرانوجرګه دښځې شتون الهي خلقت او دبشري ټولنې دواحد بنسټ بشپړونکي بولي او بارو لري چې د ځمکې پرمخ هر راز پرمختګ، ترقۍ او د بشري ژوندانه دوام د ګرانو ميندو او ښځو له شتون، رول او ونډې اخستنې پرته ناشونې دى.
د مشرانوجرګه د اسلامي ارشاداتو، اساسي قانون او د هيواد د مدنې قانون په رڼا کې ځان مکلف بولي چې د ښځو دټولنيزو، سياسي اوفرهنګي حقوقو دتامينولو په لاره کې د تصميم نيولوپه وخت کې له هيڅ راز هڅو اوهاندڅخه ډډه نه کوي اوهر راز تاوتريخوالى او ناوړه چلند چې له بده مرغه دهيواد په ګوټ ګوټ کې د ښځو په وړاندې ترسره کيږي؛ هغه د ملي، اسلامي او اخلاقي ارزښتونو پرخلاف بولي اوغندي يې.
ګرانو خويندو او ميندو!
په داسې شرايطوکې چې نړۍ په بيړه دترقۍ اوپرمختګ تګلوري ته برابره شوې ده؛  دې ته اړتيا ده چې افغان ښځې په مطلوب ډول د خپلوګرانو بچيانو په روزنې او پالنې سربېره په خپله په لازيات خوځښت او اغيزمنتوب سره د هيواد د بياجوړولو په بهيرکې اساسي رول ولوبوي او په وړتيا اودکاري ظرفيت په لوړولو او په عمومي انتخاباتوکې په ونډې اخستنې سره په ټولنه او دولتي اداروکې لوړ اوښه دريځ غوره کړي .
دمشرانوجرګه يوځل بيا ددغې ځانګړې ورځې درارسيدوله امله ټولو ګرانو خويندو ته مبارکي وايي او په ټولنه کې د هغوى دټولومدني اوبشري حقوقو دتامينولو غوښتنه کوي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته