اقتصاد

په بغلان کې د ملي بانک د نمايندګۍ دتښتيدلي مديرنيول کيدل.

کابل باختر د زمري د مياشتې  ١٥ :
په بغلان ولايت کې د ملي بانک د نمايندګۍ تښتيدلى مدير ونيول شو.
په عبدالله هوشنګ تورلګول شوى دى چې ددغه بانک اته مليون افغانۍ نغدې پيسې او د اتو مليونو افغانيو چک يې له ځان سره وړي دي .
دى دنيمروز ولايت د امنيتي مامورينو له خواټيک هغه وخت ونيول شو چې غوښتل يې ايران ته وتښتي.
دنيمروز ولايت يوه امنيتي مسوول د باختر آژانس خبريال ته وويل چې دملي بانک دغه تښتيدلى مدير ددوى د مامورينو له خوا نيول شوى دى .
ده تائيد کړه چې ښاغلي هوشنګ غوښتل چې  له پيسو سره ايران ته وتښتي خو ددوى دخبرله مخې: دى يې نيولى دى.
دبغلان ولايت پوليس وايې چې عبدالله هوشنګ په دغه ولايت کې د ملي بانک دنمايندګۍ شپاړلس مليون افغانۍ نغدې پيسې او يو چک يې له ځان سره وړي دي.
په همدې حال کې دوى وايې چې په بغلان ولايت کې د ملي بانک دوه تنه کارکوونکي او دميوند بانک يو کارکوونکى يې په بغلان ولايت کې د ملي بانک له مدير سره دهمکارۍ په تور نيولي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته