(PS)خبرونه(PS)امنیت(PS)ټولنه(PS)ښوونه او روزنه

ننګرهار کې سږ کال بنديانو ته د لیک لوست ۴ نوي ټولګي جوړ شوي دي

کابل، د غوایي ۱۰مه، باختر

د ننګرهار د پوهنې ریاست د سواد زده کړې پروګرام اړوند د دغه ولایت په بندخونه کې یو ښوونځی جوړ کړی، چې سږ کال په کې ۴ نوي ټولګي جوړ شوي دي.

د ياد رياست د سواد زده کړې برنامې آمر ابو زاهد او ورسره مل پلاوي د بندخونې رئيس مولوي مقتدا حفيظ الله، د بندخونې د تعليم او تربيې مسوولينو له اړوندو ټولګيو ليدنه وکړه او هلته يې د زده کوونکو او ښوونکو ستونزې واورېدې او د حل ډاډ يې ورکړ.

د دغه بندخونې رییس مولوي مقتدا حفیظ الله دې برخه کې د پوهنې رياست فعاليتونه وستايل او ياده برنامه يې د بنديانو لپاره يو الهي نعمت او په تيارو کې روښانه ډېوه وبلله.

او د سواد زده کړې برنامې اړوند ټولو رسمي چارو کې بشپړه همکاري څرګنده کړه.

د یادونې وړ ده، چې اوسمهال په دغو ټولګیو کې ۱۸۰ تنو ته د لیک لوست زده کړې ورکول کېږي.

لمر

 

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا