خبرونهاقتصادټولنه

په کونړ کې د یوه سړک د جوړولو چارې پیل شوې

کابل، د لېندۍ ۱۹مه، باختر

د اسعد اباد ښاروالۍ مسوولین د دغه ولایت په مرکز څلورمه ناحیه کې د څه باندې یو میلیون افغانیو په لګښت د یوه سړک د جوړېدو د چارو له پیل خبر ورکوي.

د کونړ مرستیال والي مولوي عبدالله حقـاني د باختر آژانس سیمه ییز خبریال ته وویل، چې د مرکز اسعد آباد په څلورمه ناحیه کې د یو میلیون افغانیو په لګښت د ۲۰۰ مترو په اوږدوالي د یوه سړک په پاخه او اساسي ډول د جوړېدو چارې پیل شوې دي.

هغه زیاته کړه، چې په یاده پروژه کې د سیمې یو شمېر اوسېدونکو ته لنډمهاله د کار زمینه هم برابره شوې ده.

کونړیانو د دغه سړک د جوړېدو د پروژې له پیل څخه هرکلی کړی او له اسلامي امارت څخه یې غوښتي، چې دغه ولایت کې ورته نورې پروژې هم پلې کړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته