
کابل، د سلواغې ٢٠مه، باختر
د ننګرهار د غصب مخنیوي او غصب شويو ځمکو د بېرته راګرځولو تخنیکي پلاوي په بېلابېلو ولسوالیو کې ١١ زره ٩٧٨ جريبه دولتي ځمکه تثبيت کړې ده.
د یاد پلاوي مسوولينو باختر آژانس ته وویل، چې دغه ځمکه په کوټ، بټي کوټ، غني خېلو او سپین غر ولسوالیو کې تثبیت شوې او د بېرته راګرځولو په موخه به یې جدي اقدامات ترسره شي.
د یادونې وړ ده، چې دغه پلاوي له دې وړاندې هم د یاد ولایت په بېلابېلو ولسوالیو کې زرګونه جریبه دولتي ځمکه تثبيت او بېرته راګرځولې ده.
لمر