اقتصاد

د مالیې وزیر د چین ولسي جمهوریت له مالیې وزیر او د اسیا د پراختیایې بانکله رئیس سره په جلا جلا ډول وکتل

کابل_باختر د وږي د مياشتې١٩مه
د مالیې وزیر اکلیل حکیمي، د وږې میاشتې په ۱۶ مه د اسیا د سیمه يیزو اقتصادي همکاریو د انسټیټوټ (CAREC) د پرانیستې مراسمو په څنډه کې د چین ولسي جمهوریت له مالیې وزیر اکسیا جیي، او د اسیا پراختیایې بانک(ADB)   له رئیس ښاغلي تاکیهیکو ناکاوو، سره په جلا جلا ډول وکتل.
د ماليې وزارت د عامه اړيکو رياست باختر آژانس ته خبر ورکړ:
په دې لېدنوکې د افغانستان او چین د اړیکو پر پیاوړتیا، هغه پروژې چې د اسیا پراختیایې بانک لخوا تمویلیږي، د ریل پټلۍ، ګازو او انرژۍ سکټورونو په ګډون د اسیا بنسټیزې پانګې اچونې (AIIB) بانک په مالي مشارکت، په راتلوونکې میاشت کې په چین هیواد کې د اقتصادي او سوداګرۍ همکاریو د ګډ کمېسیون د غونډې په جوړیدو، د افغانستان لپاره د یاد انسټیټوټ په پروګرامونو، د سیمې په نښلېدو کې د چین هیواد په همکارۍ، د اوبو په مدیریت، انرژۍ او یو شمېر نورو مسایلو خبرې وکړې. #
پاى_ذ

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته