
کابل، د غوايي ۱۴مه، باختر
د ننګرهار د امنیې قومندانۍ مسوولین وايي، چې د دغه ولایت په بټي کوټ ولسوالۍ کې یې یو ماشوم د انسان تښتوونکو له منګولو ژغورلی دی.
د دغه ولایت د امنیې قومندانۍ مسوولینو د باختر آژانس سیمه ییز خبریال ته وویل، چې دغه ماشوم څه موده وړاندې د دوو وروڼو له لوري تښتول شوی و، چې د امنیتي ځواکونو د پرله پسې هڅو وروسته خپلې کورنۍ ته وسپارل شو.
د مسوولینو په وینا، په دې تړاو یو کس نیول شوی او د یو بل کس د نیولو هڅې روانې دي.
لمر