(PS)خبرونه(PS)اقتصاد(PS)ټولنه

ننګرهار کې پر ۶۰ جریبه ځمکه د بېرو ځنګلونه جوړېږي

کابل، د وږي ۲۸مه، باختر

د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو او د ملګرو ملتونو د پراختیایي ادارې په مالي لګښت په ثمرخېلو او ګردي کڅ کې د بېرو ځنګلونه جوړېږي.

د دغه ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوي عبدالستار محمد وویل، شین زر شرکت په ننګرهار کې پر ۶۰ جریبه ځمکه  ۲۰ زره د بېرو نیالګیو کېنولو لپاره د تراسونو جوړولو چارې پیل کړی دی.

مولوي عبدالستار محمد زیاته کړه، چې د بېرو نیالګیو پالنه او روزنه تر یوي ټاکلي مودې د شین زر شرکت او ورورسته د ولسي خلکو لوري ترسره کېږي.

د نوموړي په وینا هڅه کوي په غونډیو او دښتو کې د بېرو ځنګلونه جوړ کړي؛ ترڅو د خاوري د تخریب مخنیوی وشي، د ځمکي لاندې اوبه تقویه شي، د نړیوال ګرمایښت د منفي تاثیراتو مخنیوی وشي او د هوا د تصفیې ترڅنګ به د شاتو مچیو روزونکو ستونزي تر یو بریده  حل شي.

د یادونې وړ ده، چې وړاندې تردې هم د ننګرهار د کرنې ریاست پر ۸۰ هکتاره ځمکه د بېرو ځنګلونه جوړ کړي.

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا