سیاستخبرونهښوونه او روزنه

د لوړو زده کړو وزارت سرپرست د هرات له مرستیال والي سره وکتل

کابل، د لېندۍ ۱۳مه، باختر 

د لوړو زده کړو وزارت سرپرست شیخ ندا محمد ندیم هرات ته د خپل سفر په ترڅ کې د اطلاعاتو او کلتور وزارت د خپرونو چارو له معین او د یاد ولایت له مرستیال والي مهاجر فراهي سره وکتل.

په دې کتنه کې، چې د هرات پوهنتون رئيس مفتي ابوالحکمت هم حضور درلود، مهاجر فراهي په هرات کې د تعليمي نصاب پر پياوړتيا ټينګار وکړ او د لوړو زده کړو له وزارت څخه يې وغوښتل، چې د دغه  ولايت تحصيلي بنسټونو او محصلينو ته ځانګړې پاملرنه وکړي.

 په ورته وخت کې د لوړو زده کړو وزارت سرپرست شیخ ندا محمد ندیم ډاډ ورکړ، چې د محصلینو لپاره د لا زیاتو زده کړو زمینې د برابرولو په موخه د نظري درسونو ترڅنګ د عملي کارونو په برخه کې د هغوی د استعدادونو د پیاوړتیا په موخه د مجهز لابراتوارونو جوړولولو لپاره ځانګړې بودیجه ټاکل شوې ده.

د یادونې وړ ده، چې د لوړ زده کړو وزارت سرپرست هرات ته د سفر په ترڅ کې پرون د دغه ولایت د پوهنتنون او د تخصصاتو له ریاست څخه هم لیدنه کړې وه.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته