
کابل، د سلواغې ١٩مه، باختر
د ننګرهار د عامې روغتیا ریاست په مشرۍ د امنیې قومندانۍ د نشه یي توکو پر وړاندې د مبارزې مدیریت په همکارۍ د جلال آباد ښار له بېلابېلو سیمو څخه ۲۰۰ تنه په نشه یي توکو روږدي کسان راټول او د درملنې په موخه د ننګرهار معتادینو ۱۷۰ بستریز روغتون ته ولېږدول شول.
د دغه ولایت د عامې روغتیا ریاست مسوولينو باختر آژانس ته وویل، چې یاد کسان به په نوموړي روغتون کې د ۴۰ ورځنۍ درملنې او مشورې وروسته خپلو کورنیو ته وسپارل شي او تر یوه کاله به د یاد روغتون د ټولنیزو کارکوونکو له لوري تعقیبیږي، تر څو بیا په نشو روږدي نه شي.
د مسوولينو په وینا، په دغه موده کې به روږدو کسانو ته درمل، خوراکي توکي او نور اړین مواد وړیا ورکول کېږي او په معیاري بستر خونو کې به یې درملنه کېږي.
لمر