خبرونهروغتیا

ننګرهار کې ۲۵۰ زره امریکايي ډالرو په لګښت د یو روغتیايي مرکز لپاره ودانۍ جوړه شوه

 کابل، د تلې ۱۸مه، باختر

د ننګرهار روغتیایي چارواکي وایي، چې د دغه ولایت په بهسودو ولسوالۍ کې د ۲۵۰ زرو امریکايي ډالرو په لګښت روغتیايي مرکز لپاره نوې ودانۍ جوړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

د باختر آژانس د سیمه ییز خبریال د خبر له مخې؛ دغه ودانۍ د بهسودو ولسوالۍ اړوند بحرآباد اساسي روغتیايي مرکز لپاره د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې په مالي همکارۍ د ۲ کالو په موده کې جوړه شوې ده.

د دغې ودانۍ د پرانیستلو مراسمو کې د ننګرهار عامې روغتیا رییس ډاکټر امیر محمد آفتاب د UNHCR ادارې څخه د مننې تر څنګ د روغتیا په برخه کې د لا زیاتو همکاریو غوښتنه وکړه.

درد

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا