بيروت باختر د مرغومي يوولسمه :
دلبنان پخواني سياستوال او صدراعظم عمر عبدالحميدکرامي مړ شو .
دى څه ناڅه اتيا کلن و او دناروغۍ له امله په روغتون کې بستر و .
عمر کرامي دمارچ داتمې په نامه ډلې اصلي غړى و او په لبنان کې يې دستر سياستوال په توګه تل دملي وحدت ملاتړ کاوه .
عمر کرامي دلبنان له اهل سنت څخه او ددغه هيوادديوه پخوانى صدراعظم عبدالحميد کرامي زوى و او ورور يې رشيد کرامي هم ددغه هيواد صدراعظم و .
عمر کرامي دغه راز دوزير او دلبنان داستازو په مجلس کې ددغه هيواد دشمال په خلکو داستازې په توګه دنده ترسره کړې وه .
3 د یوې دقیقې څخه لږ