خبرونهټولنه

نن او سبا د هېواد په ۲۰ ولایتونو کې د شديدو ورښتونو او تېزو بادونو اټکل شوی دی

 کابل، زمري۲۶مه، باختر

د ترانسپوټ او هوايي چلند وزارت د هوا پېژندنې ریاست نن او سبا د هېواد په ځینو ولایتونو کې د شدیدو ورښتونو او چټکو بادونو د پېښېدو اټکل کړی دی.

د یاد وزارت له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې په کابل، نورستان، کونړ، لغمان، ننګرهار، کاپیسا، ميدان وردګ، پکتیا، پکتیکا، غزني، زابل، روزګان، دایکندي، کندهار، لوګر او خوست  په ولایتونو کې د سېلاوونو د پېښېدو امکان شته، چې د ورښت کچه په بېلا بېلو سیمو کې د ۱۰نه تر ۳۰ ملي مترو پورې اټکل شوې ده.

په خبرپاڼه کې همدارنګه په هرات، فراه، غور او نیمروز ولایتونو کې د نسبتا تېزو بادونو اټکل شوی، چې د تېزوالي کچه يې په مختلفو سېمو کې په ساعت کې له ۱۰ نه تر ۶۵ کېلو متره رسېږي.

ع.ا

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا