خبرونهTOPټولنه

له ایران څخه څه باندې ۱۱۰۰ افغانان په جبري توګه هېواد ته راستانه شول

کابل، د سلواغې ۳مه، باختر

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وايي چې په ایران کې مېشت ۱۱۵۰ افغان کډوال په جبري توګه د سلواغې پر دویمه نېټه د هرات اسلام کلا له لارې خپل هېواد ته راستانه شول.

دغه وزارت زیاته کړه چې په دغو راستنېدونکو کې کورنۍ هم وې چې ۴۱۷ تنه یې اړمن وپېژندل شول او نورو مرستو په موخه د کډوالو نړیوال سازمان ته ور وپېژندل شول او خوراکي او غیرخوراکي توکي یې ترلاسه کړل.

د سرچینې د معلوماتو له مخې دغه راز ۳۰ کورنیو ته لس – لس زره افغانۍ ورکول شوې، ۲۷ تنه بې سرپرسته ماشومان د وار چايلډ موسسې ته ور وپېژندل شول او هلته په پوله کې د ګومارل شویو کمېټو له خوا ۱۰۸ تنو ته په وړیا ډول یو – یو سیمکارت ووېشل شو.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته