ټولنه

له څه دپاسه ۳۵ زرو کورنيو سره مرسته وشوه

– کابل / دسلواغې دمياشتې ١٧نيټه :
د مهاجرينو د راستنولو چارو وزارت د هېواد په يو شمېر ولايتونو کې څه د پاسه ۳۵ زرو کورنيو ته د مرستو د ويشلو خبر ورکړ.
دمهاجرينو د راستنولو د چارو وزارت په خبرپاڼه کې چې نن باختر آژانس ته لېږل شوې ده، ويل شوي دي چې د مرغومي د مياشتې له لومړۍ نيټې څخه را په  دې خوا په هرات کې په٣٢ زره ٣٨٤  کورنيو، په غورکې په يو١٥٠ کورنيو، په نيمروزکې په ٢٩١ کورنيو، په بادغيس کې په ٢٧٣٦ کورنيو او په فراه ولايت کې په ٢٣٦  کورنيو ژمنۍ  مرستې ويشلې دي .
په خبرپاڼه کې څرګنده شوې ده چې په دغو مرستوکې خوراکي او د سون توکي او نغدي پيسې شاملې دي چې د نړيوالو مرستندويو موسسو له خوا برابرې شوې وې .
پاى ج ذ

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته