په بغلان ولايت کې دملي پيوستون دپروګرام دوه اتياپروژې نن ګټې اخيستنې ته وسپارل شوې .
دبغلان ولايت دکليو دبيا جوړولو اوپراختيا رييس شفيق احمد عمليار باختراژانس ته وويل، په دغو پروژو کې ديوسلو شپاړلسو څاه ګانو کيندل ، ددرې سوه څلورو پلګيو په جوړولوسره د دوه شپيتو کيلومترو په اوږدوالي دسړک اوارول او کريړاچول د اوبو دشپږو زيرمو په جوړولو سره داوبو دنولسو زرو شبکو غځول داويا کيلوواټو په ظرفيت دبريښنا دتوليد دشپږو کوچنيو دستګاو درول او مونتا ژ دشپږزره څوارلسو مترو استنادي ديوالونو جوړول اوددوه سوه يوڅلويښت متروپه اوږدوالي دکانال پاکول شته چې دبغلان ولايت په اتوولسواليو کې ګټې اخيستنې ته سپارل شوي دي.