
کابل، د غوايي ۳۰مه، باختر
د ارشاد، حج او اوقافو وزارت وايي، چې دغه وزارت به نن شپه سعودي عربستان ته د حاجیانو د لېږد لومړۍ الوتنه د کابل له هوايي ډګر څخه مدینې منورې ته پیل کړي.
دغه وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې ټاکل شوې یاد وزارت نن شپه ۷۸۶ تنه حاجیان چې پاسپورتونه او جدولونه یې د ویزې سېسټم ته استول شوي، د کابل، پنجشیر، لغمان او لوګر له ولایتونو څخه د بیت الله شریف د حج فریضې د ادا کولو لپاره سعودي عربستان ته ولېږدول شي.
جهانیار