امنیت

يو بهرنى تبعه د کابل ښار له څلورمې کارتې له ساحې څخه وتښتول شو

کابل باختر دغبرګولي دمياشتې  ٢٩ :
پوليس د هغه بهرني تبعه دموندلو لپاره  هلې ځلې کوي  چې  دکابل ښار ددريمې ناحيې  له مربوطاتو څخه وتښتول شو.دباخترآژانس دخبرله مخې :  دغه بهرنى تبعه  چې دکرنې او اوبولګولو وزارت يوې پروژې ته يې کار کاوه  ، پرون سهار دکابل ښار په درېمې ناحيې پورې اړوند دڅلورمې  کارتې  له ساحې څخه وتښتول شو.
دپوليسو  يوې سرچينې دغه خبر تائيد کړ خو دجزئياتو له  وړاندې کولو څخه  يې         ډډه وکړه .
دا جوته نه ده چې دغه انسان تښتونه  په کومې انګيزې سره  شوې ده .
څه دپاسه يو کال  مخکې دافغانستان دامريکايي پوهنتون دوه تنه استادان دکابل ښار ددارلامان له ساحې څخه وتښتول شول چې تراوسه پورې دهغوى دبرخليک په باب خبر نه دى ترلاسه شوي .
دغه راز څه موده مخکې يوه آلمانۍ ښځه په کابل کې  دروسيې سفارت ته څيرمه له هغه وروسته  چې په کور يې بريد وشو  ، ووژل شوه او يوه فنلندۍ ښځه وتښتوله شوه.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته