سیاست

د سترې محکمې رييس د افغانستان له عدلي برخې سره د ملاتړ د پروګرام له رييس سره وکتل .

 کابل باختردکب  دويمه :
د سترې محکمې رييس قانونپوه سيد يوسف حليم  پرون دافغانستان له عدلي برخې سره دملاتړ د پروګرام (  جي اس اس پي )  له لوى رييس ايمري  ادواردو يوو سره وکتل .
د سترې محکمې د خپرونو رياست باختراژانس ته خبرورکړ، په دې کتنه کې لومړى ايمري د عدلي اوقضايي بنسټونو  په تېره بيا د قضاياو د مديريت د سيستم په نسبت  له عدلي برخې  سره د ملاتړ د پروګرام د برنامو په باره کې رڼا واچوله.
هغه له عدلي سيستم سره د ملاتړ او دغه راز د هېواد د قضايه قوې  په ګډون د افغانستان دعدلي اوقضايي  ادارو د نظريو او ملاحظاتو  په رعايتولو سره د سيستم  د ننګونو حل د خپلې برخې له مهمو دندو څخه وباله او زياته يې کړه چې د قضيو د مديريت د سيستم  اهميت او له هغه څخه په ګټه اخستنه کې د اسانتياوو برابرولوته په پاملرنې  سره حاضر دى چې د يوې غونډې په ترڅ کې د عدلي اوقضايي ادارو دکارپوهانو وړانديزونو ته تمکين وکړي او د هغو داغيزمنتوب د لوړولو په خاطر لازم اومطلوب  بدلونونه وارد کړي .
وروسته د سترې محکمې رييس دجزايي او مدني  قضيو دمعلوماتي بانک په توګه دقضيو دمديريت دسيستم داهميت په باب په خبرو سره وويل چې، دغه سيستم اوس دعدلي اوقضايي ادارو دپاملرنې  وړ دى او  د دولت په کچه هم د هغه د فعاليت  په نيت خوشبيني شتون  لري، خو هغه  څه چې اړين دي د هغه اغيزمنتوب او ځواب وېينه ده، چې  بايد له عدلي برخې سره د ملاتړ دفتر داندونيزيا په کنفرانس کې د قضايه قوې د هيئت ملحظاتو او وړانديزونو ته په پاملرنې  سره په دې پرخه کې زياته پاملرنه وکړي  او د سيستم د تجهيزاتي اړتياوو ساتنې او څارنې او دغه راز د تکنالوژۍ  اړتياوو په حل کولو کې اقدام وکړي .
دواړو لورو په دې کتنه کې  د مستندو معلوماتو د وړاندې کولو او دغه راز د سيستم دتخنيکي  اړخونوپه پاب دخبرو، د ستونزو له ارزونې او د مناسب حل د لارې د تشخيص په  منظور  ديوې ګډې غونډې له جوړولو سره موافقه وکړه .  ختم_ ف _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته