
کابل/ د وږي ٢٣مه / باختر
شپږیزه کرکټ لیګ په روانو سیالیو کې به نن د کابل بازان د سپین غر له زمریانو او د امو نهنګان د بست له ساتونکو سره مخامخ شي.
لومړۍ لوبه د سهار په نهو بجو او دويمه ماسپښین پیلېږي. د کرکټ بورډ د رسنیو مسوول فرید هوتک وویل چې څلور پیاوړې لوبډلې سره مخامخ کېږي.
د شپږیزه کرکټ لیګ سیالۍ د سپټمبر په ۶مه پيل شوې او د دې لړۍ د پای لوبه د چهارشنبې په ورځ ده.
پاى ذ