ټولنه

په پکتیا کې د اوبو د زېرمه کولو یو بند جوړ شو

کابل / د وري ۵ مه / باختر
د اوبو د تنظیم ملي ادارې د پکتیا د مرکز ګردېز په بنوزیو سیمه کې د اوبو د زېرمه کولو یو بند (چکډیم) جوړ کړ.
د پکتیا مرستیال والي عبدالولي سهي د باختر آژانس سیمه ييز خبریال ته وویل چې یاد چکډیم د اوبو د تنظیم ملي ادارې د ۶،۴۴ میلیونو افغانیو په لګښت رغولی دی چې په یوه وخت کې د ۷ زره مکعب متره اوبو د زېرمه کولو ظرفیت لري.
پای/وصال

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته