پارون ښار باختر دچنګاښ دمياشتې ٩ :
وسله والو طالبانو په نورستان ولايت کې د داعش د يوه جګپوړي قوماندان کور وسوځاوه .
د را رسيدلو خبرونوله مخې ؛ د وسله والو طالبانو په ډلې پورې اړوند يرغلګرو د پنجشنبې په شپه په وانت وايګل ولسوالۍ کې د داعش د يوه جګپوړي قوماندان نورا په کور بريد وکړ او له څو ساعته جګړې وروسته هغه ته يې اور واچاوه.
د نورستان ولايت د وانت وايګل ولسوال رحمت الله رحمتي باختر آژانس ته وويل چې د دغې نښتې په بهيرکې د داعش د ډلې قوماندان نورا په تيښتې بريالى شو او يرغلګرو د هغه کور ته اور واچاوه.
په دې جګړه کې طالبانو او داعشيانو ته د سر زيان اوښتى دى، خو دقيق شمېر يې معلوم.نه دى.
0 1 دقیقه لوستل