امنیت

دوه مخالف قوماندان له ١٢٠ تنو افرادو سره يې له دولت سره يوځاى شول

کابل باختر د چنګاښ  اته ويشتمه :
ددولت دوه تنه مخالف  قوماندانان له يوسلو شلو تنو وسله والو افرادو سره يې په سمنګانو ولايت کې دسولې له بهير سره  يوځاى شول . 
دسمنګانو ولايت امنيه قوماندان مل پاسوال محمد باقر مسعود دباختراژانس خبريال ته خبرورکړ: دوى ددولت دمخالفو وسله والو کسانو له شتون څخه دکوز دره  صوف ولسوالۍ دپاکولو په مقصد عمليات ترسره کړل
ده زياته کړه: دزيرکي سيمې ته دامنيتي ځواکونو له رسيدو سره سم ددولت يو مخالف  رييس محمد ابراهيم له سلو تنو وسله والو افرادو سره او قوماندان فيصل له شلو تنو وسله والو  سره يې له امنيتي ځواکونو  او دسولې له  بهير سره يوځاى شول .
امنيه قوماندان وويل:ددغو دوو قوماندانانو په پيوستون  دمقصود، لبابي و زيرکي ، بيانات ، جګ ابي کلي له څو نورو کليو  او دتوع نسن ښار په ګدون چې ددولت دمخالفينو ترواکمني  لاندې و ددولت دمخالفينو له شتون څخه پاک او امنيت يې تامين شو .
دسمنګانو ولايت امنيه قوماندان په ډاګه کړه .همدا اوس وسله وال طالبان ددغې ولسوالۍ په جمالک دره ، داې دورې او دايکنډي په سيمو کې  چې مهمې او ستراتيژيکۍ سيمې دي ځاى پرځاى شوي او دامنيتي ځواکونو په وړاندې جنګيږي
امنيه قوماندان دسمنګانو خلکو ته ډاډ ورکړ چې هغوى دغه عمليات په دغه ولايت کې ددښمن دوروستيو ځالو ترله منځه وړلو پورې دوام ورکوي
په همدې حال کې دسمنګانو ولايت دعالمانو شورا يو تن استازي محمد عوض بيک اوغلي ددولت دسولې له بهير سره  ددغو دوو قوماندانانو پيوستون ګټور وباله ويې ويل  په هغو کليو کې چې پرون عمليات پکې ترسره شول او ددولت يوشمير مخالفين پکې ونيول شول څه ناڅه ٢٥ کلي دي چې څه ناڅه   دولسو زرو څخه تر ديارلسو زرو کسان پکې ژوند کوي .
ده وويل :دغو دوو قوماندانانو له زياتې مودې راپديخوا ددولتي واکمني پرضد دطالبانو په ليکو کې  فعاليتونه کول او اوس ددغو  دوو قوماندانانو په  پيوستون سره په دغو کليو کې امنيت تامين شوى او مسوولين په دغو سيموکې پرمختيايي پروژې  عملي کولاى شي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته