امنیت

پوليسو هغه سړى ونيوه چې اوولس کيلوګرامه چرس يې ليږدول.

کابل –باختر د مرغومي دمياشتې ٦
پوليسو تيره شپه يو تن ونيوه چې اوولس کيلوګرامه اومه چرس يې ديو موټر په واسطه ليږدول .دکورنيو چارو وزارت له جنايي جرمونو سره دمبارزې دلوى رياست دعملياتو رييس ميرعرب شاه چمتو په دې اړوند دباختر آژانس خبريال ته وويل چې نيول شوى سړى دميدان وردګو ولايت اصلي اوسيدونکى دى او ده اوولس کيلوګرامه اومه چرس دميدان وردګو له ولايت څخه کابل ښار ته ليږدول چې له جنايي جرمونو سره دمبارزې دپوليسو له خوا دکابل ښار دڅلورمې ناحيې په مربوطاتو کې ونيول شو.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته