امنیت

د پوهنې وزارت دلوګر دارلمعلمين درياضي په څانګې دبريدعاملان وغندل

کابل باختر د وږي د مياشتې  ٣١  :
دلوګرولايت دعالي دارلمعلمين درياضي په  څانګې نن ديوه لاسي بم بريد وشو  چې له امله يې  څلور تنه استادان او محصلان ټپيان شول.
ددغې پيښې ټپيان  مولوي عبدالمنان  او درې تنه  محصلې نجونې دي  چې ددغه ولايت  مرکزي روغتون ته ليږدول شوي دي .
د پوهنې وزارت په داسې حال کې  چې دغه بريد په کلکه غندي ، له امنيتي  ادارو څخه غواړي چې عاملان يې وپيژني او دقانون منګولو ته يې وسپاري.
دپوهنې وزارت يوځل بيا اعلاموي چې پوهنه په بشپړه توګه يو غيرسياسي او  غير پوځي بهيردى   او ټول خدمتونه يې  داسلام  د مبين دين دحکمونو او دافغاني فرهنګ دغوره اصولو پربنسټ دي  چې په هيڅ صورت په هغې بريدونه دتوجيه  وړ اومجاز نه دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته