ټولنه

په غورکې د يوې ترافيکي پيښې له امله دوه تنه ووژل شول

کابل –  باختر د ليندۍ دمياشتې ٢٠
په غور ولايت کې د يوې ترافيکي پيښې له امله دوه تنه ووژل شول او درې تنه نور ټپيان شول.
د غور د والي وياند عبدالحي خطيبي باختر آژانس ته وويل : دغه پيښه نن سهار د دغه ولايت د تيورې په ولسوالۍ کې رامنځته شوه .
خطيبي زياته کړه : دغه پيښه هغه وخت رامنځته شوه چې د مسافرو د سپرلۍ يو فلاينکوچ موټر چې د ولايت له مرکز څخه د تيورې ولسوالۍ ته روان و؛ له واټ څخه ووت او چپه شو چې له امله يې دوه تنه ووژل شول او درې تنه نور ټپيان شول.
د ده د څرګندونو له مخې: هغه سيمه چې دغه پيښه پکې رامنځته شوې ده د اجل غاښى نوميږي.
ويل کيږي د دغه غاښى خرابوالى د دغه موټر د چپه کيدو سبب و.
د غور ولايت زياتره واټونه غرني دي او تګ راتګ پکې ستونزمنه ده.
د ژمي په موسم کې په دغو تګلوروکې د ليږدوونکو وسايطو او د خلکو د تګ راتګ ستونزې څو برابره کيږي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته