نړۍ

دداعش ډله اروپا او افريقاته نشه يي توکي قاچاق کوي .

مسکو باختر د غبرګولي اته  ويشتمه :
دروسيې دنشه يي توکو  له قاچاق سره دمبارزې فدرالي سازمان اعلام وکړ چې دداعش ډله په پراخه توګه نشه يي توکي له افغانستان څخه اروپا او افريقا ته قاچاق کوي .
ددغه سازمان رييس ويکتور ايوانوف دروسيې له کامرسانت ورځپاڼې سره  په مرکه کې چې پرون چاپ شوه څرګنده شوه چې دداعش تروريستان دنشه يي توکو له قاچاقو سره دنويو بازارونو په لټه کې دي اوپه اسيايي هيوادونوسربيره په افريقا او اروپا کې  دنشه يي توکو په قاچاقو لاس پورې کوي او له عوايدو څخه يې دخپلو تروريستي فعلايتونو دپراختيا لپاره کار اخلي .
ايوانوف  څرګنده کړه چې داعش په کال کې دنږدې يو مليارد ډالرو په ارزښت نشه يي توکي له افغانستان څخه بهر ته قاچاق کوي .
ايوانوف زياته کړه په کوم  ځاى کې چې دداعش تروريستان فعاليت کوي د نشه يي توکو کچه هم لوړيږي .
روسي مقامات دغه هيواد ته دنشه يي توکو قاچاق دخپل هيواد امنيت ته ګواښ بولي او همدا اوس په روسيه کې څه ناڅه  پنځه مليونه تنه افيوني توکي کاروي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته