امنیت

شپږ طالبان په زابل کې ووژل شول

کابل / د کب ۱۹ مه / باختر
شپږ وسله وال طالبان په زابل کې يه هوایي برید کې ووژل شول.
پر دغو طالبانو تېره شپه په ارغنداب ولسوالۍ کې د دوی په پټنځي کې برید وشو.
د رارسېدلو خبرونو له مخې؛ دغه طالبان د پوځیانو پر پوستو د برید لپاره چمتو کېدل چې هوایي قواوو پرې برید وکړ.
د هېواد په جنوب اتل قول اردو د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي دي چې په دغه هوایي برید کې ۶ وسله وال طالبان وژل شوي دي.
تېره شپه هم هوایي قوتونو په ترنګ او جلدک ولسوالۍ کې د طالبانو پر یوې غونډې برید وکړ چې له امله یې د دغې ډلې اته غړي ووژل شول.
وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
د یو بل خبر له مخې:
پوځیانو په زابل کې د ۱۷ ماینونو په کشف او شنډولو سره د یولړ چاودنو مخه ونیوله.
د دغو ماین ښخونو په تړاو څوک نه دي نیول شوي.
پای/ سعیده

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته