امنیت

په يوه چاودنه کې څلور تنه ماشومان ووژل شول.

کابل باختردچنګاښ دمياشتې ١٠ :

په قندهارولايت کې دناچاودلو توکو دچاودنې له امله څلور تنه ماشومان ووژل شول اويوتن بل ټپي شو.

دقندهار دوالي ويندوى جاويد فيصل باختراژانس ته وويل  پنځه تنه ماشومان پرون مازيګر هغه وخت ددغو موادو قرباني شول چې دپنجوايۍ ولسوالۍ په نوروزي ساحه کې په لوبو بوخت وو.

يوه اړونده خبرځاى وويل چې دپيښي ټپي ماشوم دميرويس روغتون ته ليږدول شوي  اودروغتيايي چارواکو دڅرگندونوله مخې روغتيايي حالت يي مخ په ښه والي دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته