سیاست

جمهورريیس غني له افغانستان سره د آلمان مرستې د دواړو هېوادونو ترمنځ د دوستۍ او ښو اړیکو نښه وبلله

کابل/ د لړم ۱۲ مه/ باختر
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهورريیس محمد اشرف غني نن له غرمې مخکې د همکارۍ او اقتصادي انکشاف لپاره د آلمان فدرالي دولت له وزیر مارتین جاګر سره وکتل.
د جمهوررييس د وياند دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
په دې کتنه کې چې په ارګ کې ترسره شوه، د افغانستان لپاره د آلمان ځانګړي استازي او په کابل کې د دغه هېواد مېشت سفیر هم په کې حضور درلود، جمهورريیس غني هغوی ته د ښه راغلاست ترڅنګ له افغانستان سره د آلمان د مالي، نظامي او سیاسي مرستو مننه وکړه ويې ویل: دغه مرستې د دواړو هېوادونو ترمنځ د دوستۍ، ښو اړیکو او همدردۍ نښه ده.
د همکارۍ او اقتصادي انکشاف لپاره د آلمان فدرالي دولت وزیر وویل: د انکشاف، اقتصادي پراختیا او سیاسي او نظامي ماموریت په برخوکې به یې له افغانستان سره د هېواد مرستې دوام ولري.
مارتین جاګر له افغانستان سره د آلمان ۷۲ میلیونه یورو وروستۍ مرستې ته په اشارې وویل: له افغانستان سره مرستې او همکارۍ لپاره ژمنتیا کې هېڅ ډول بدلون نه دی راغلی.
په دې کتنه کې د افغانستان او پاکستان لپاره د آلمان ځانګړي استازي مارکوزپوتزل  وویل: موږ ته سوله او د دې پروسې ملاتړ مهم دی او هیله لرو چې د افغان حکومت او د هغوی د متحدینو هڅې د سولې لامل شي.
هغه د افغان حکومت د سولې پلان د ستاینې ترڅنګ وویل: زموږ د هڅو پایله باید دا وي چې د حکومت او طالبانو ترمنځ مخامخ مذاکرات پیل شي.
د آلمان ځانګړي استازي څرګنده کړه: ټاکنې په شفاف ډول ترسره شوې او په دې برخه کې له ټکنالوژۍ ښه استفاده وشوه او همدا راز د افغانستان امنیتي او دفاعي ځواکونه هم وتوانېدل د دې مهم بهیر امنیت تامین کړي.
جمهورريیس غني په خپلو خبرو کې وویل: د افغانستان د سولې پلان باید موږ جلا نه، بلکې یو ځای کړي او زموږ د سولې اوه ماده یي پلان د ملي او بین المللي اجماع نویوالی دی چې افغان دولت پرې کار کوي.
جمهورريیس په افغان سوله کې د آلمان د رول او ملاتړ ستاینه وکړه او زیاته یې کړه: د سولې پروسې مالکیت او رهبري باید د افغانانو په لاس کې وي او هغه څه چې په تېر کې پېښ شوي؛ موږ یې باید په دقیق ډول وارزو او د راتلونکي پلان لپاره د شرایطو بدلون په پام کې ونیسو.
هغه زیاته کړه: د تاوتریخوالي د لمنځه وړلو، مذاکرې او اوربند لپاره مهمه ده چې د پایداره سولې تامین شرایط برابر شي او له ډيالوګ پروسې د ملاتړ لپاره د آلمان د رول مننه کوو.
جمهوررييس وویل: زموږ د سولې پلان کې تر ډېره اتصال، سوداګرۍ او سیمه ییز ترانزیټ ته پام شوی چې افغانستان د سیمې د څلورلارې په توګه خپل رول ترسره کړای شي.
جمهورريیس د پوهنې او د هوایي چلند ادارې د تقویت او همدا راز د شنې او نوې کېدونکې انرژۍ په برخو کې د پانګونې لپاره له افغانستان سره د آلمان د مرستو غوښتنه وکړه.
د دې کتنې په پای کې د همکارۍ او اقتصادي انکشاف لپاره د آلمان فدرالي دولت وزیر د جمهورريیس د خبرو په تایید وویل: آلمان به د اقتصادي ودې او د افغانستان د امنیت تامین لپاره د غوره شرایطو برابرولو په برخوکې د دغه هېواد ترڅنګ پاتې شي.#
پاى/ذ

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته