امنیت

د طالبانو مشهور قوماندان ملا عبدالله په سرپل کې ووژل شو

کابل / د وږي ۳۰ مه / باختر د وسله والو طالبانو يو مشهور قوماندان نن له پوځيانو سره په نښته کې ووژل شو. د سرپل د امنيې قوماندانۍ وياند باختر آژانس ته وويل: وسله والو طالبانو نن له څو استقامتونو څخه د دغه ولايت په مرکز پورې اړوند قوش تيپه او خمرآباد سيمو کې پراخ بريدونه وکړل. هغه وويل چې د دغو بريدونو د شنډولو په بهير کې د وسله والو طالبانو د سرې قطعې قوماندان په خادم مشهور ملا عبدالله ووژل شو او څلور نور طالبان ټپيان شول. پاى ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته