سیاست

حامدکرزي : دروان ميلادي کال ترپايه پوري له امريکا سره دامنيتي او دفاعي قرارداد لاسليک دامريکا غوښتنه ده

کابل باختر د ليندي اتمه :
دافغانستان داسلامي جمهوريت جمهور رييس حامدکرزي له ازادي راډيو سره  په يوه اختصاصي مرکه کې له امريکا سره دامنيتي او دفاعي همکاريو د قرارداددلاسليک کولو  په لاره کې  دافغانستان داسلامي جمهوريت دلوري دشرايطو په اړوند زياتې څرګندونې وکړي او طرحه يې کړه چې دروان ميلادي کال ترپايه پوري له امريکا سره دامنيتي او دفاعي قراردادلاسليک ، دامريکا غوښتنه ده ، نه دافغانستان دخلکو غوښتنه . دادامريکا غوښتنه ده او دغه قر ارداد نه شى کولاى چې دامريکا په يو اړخيزه غوښتنه لاسليک شي موږ هم غوښتنه لرو ، امريکا دلاسليک شرط دروان عيسوي کال له پاى ته رسيدومخکې وړاندي کړى دى او موږ ددغه قرارداد دلاسليک شرط دافغانستان دخلکو په کورونو دامريکايانو دبريدونو  بندول بللي دي او دسولې دبهير عملي پيل . امريکايان کله چې دغه دوه شرطونه  پوره کړي موږ دقرارداد لاسليک ته چمتو يو .
سره له دې چې دحامدکرزي دغه سخت دريځ خپل مخالفين او ملاتړي لري خو په ټولنه او سيمه کې دواکمنو شرايطو دځنځيري وژنو دلړي په خپلو کورونوکې دافغانانو دمصوونيت  او دافغانستان دکليو اوبانډو بمبارى او په لنډه توګه په يوکلام کې هغه بدمرغۍ چې افغانانو په تيرو دولسو کلونوکې د ډاراچونې پرخلاف دجګړي په نامه زغملى دى .دغه دنده دهيواد دجمهور رييس په غاړه ايږدي  او ددغه قرارداد دلاسليک پورې دې هڅه او هاند وکړي .
جمهور رييس او دافغانستان خلک سوله غواړي بايد هيرنه کړو . ده په دې لاره کې خپل ورورقرباني کړ خوبيا هم له مخالفينو څخه يې وغوښتل چې سولي ته مخه وکړي .
جمهور رييس وويل دافغانستان دسولي دعالي شورا رييس د سولي په لاره کې قرباني شو او په لسګونو تنه نور خو له هغه وروسته هم خپل سوله ئيز غږ يې لاپسي اوچت کړ او طرحه يې کړه چې له سولي او روغې جوړي پرته دافغانستان دستونزې دحل لپاره بله لاره نشته .
اوس هم دهيواد جمهور رييس له امريکا او دهغې له متحدينو څخه دافغانستان خلکو ته سوله او ثبات غواړي چې افغانان خوندي او په عزت کې وي .
دافغانستان دملت دغه غږچې يواځي دهيواد جمهور رييس هغه اوچت کړى دى او تل پرې ټينګار کوي . دهيواد دجمهور رييس  له شخصي ګټوسره څه ارتباط لري . جمهور رييس په وار وار ټينګار کړى دى چې دافغانستان دخلکو واکمني ته درناوى او دافغانانو دعفت او عزت رعايتول دده دلومړيتوبونو په سرکې ځاى لري او په دي لاره کې يې زيات کورني او بهرني فشارونه زغملي دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته