امنیت

د هېواد په ختیځ کې زیاتې سیمې له وسله والو طالبانو څخه پاکې شوې

کابل/باختر/ د وږي ۶ مه
د ننګرهار په سره رود ولسوالۍ کې زیاتې سیمې له وسله والو طالبانو څخه پاکې شوې دي.
چارواکي وایی چې ګډو افغان ځواکونو څو ورځې وړاندې د ننګرهار په سره رود ولسوالۍ کې د وسله والو د ځپلو او د جمهوري ریاست د انتخاباتو د زمینې دبرابرولو لپاره چاڼیز عملیات پیل کړي دي.
د ۲۰۱ سیلاب قول اردو ویاند محمد هارون یوسفزي باختر اژانس ته وویل چې په دغو عملیاتو کې چې لا هم دوام لري د سره رود ولسوالۍ د ټټنګ، شنې ونې، بالاباغ، ګل خان کلی، شیخانوکلی، کونړیانوکلی، کټه پور، بانډه، سرورچوک او د باغواني سیمې پاکې شوې دي.
پای/وصال

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته