ټولنه

په پکتيا کې دواده دملاماتوونکو باجونو دلرې کولو لپاره دښځو هڅې

کابل باختر د وري درې  ويشتمه :
په پکتيا ولايت کې ښځو دواده دملاماتوونکو باجونودلرې کولو لپاره هڅې پيل کړي دي .
دوى وايي زيات لګښتونه  او په زوم درنده باجونه ددې سبب شوي دي چې يو زيات شمير ځوانان ونه کړى شي واده وکړي اوجنايي جرمونو او په نشه يي توکو روږديتوب ته مخه وکړي .
دپکتيا ښځو په ګرديز ښار کې ديوې غونډې په ترڅ کې دواده دلګښتونو په باب  خبرې وکړې او ټينګار يې وکړ چې بايد دواده دملا ماتوونکو لګښتونو دله منځه وړلو لپاره لارې چارې ولټولې شي .
په دې غونډه کې مدني فعالو ښځو ، ښوونکو او زده کوونکو دپکتيا ولايت دښځو دچارو درياست له مسوولينو او ددغه ولايت له سيمه ئيزو مقاماتو سره خبرې وکړې .
دپکتيا دښځو دچارو رييسې په دې غونډه کې وويل چې په واده کې زيات لګښتونه دخلکو ترمنځ په يو فرهنګ بدل شوي دي او داکار ددې سبب شوى دى چې ګن شمير  ځوانان مجرد پاتې شي او په ناوړو  کارونولاس  پورې کړي.
له بلې خوا دپکتيا ولايت مرستيالې زهرې مطهر احمدزى  له ديني عالمانو څخه وغوښتل چې خلکو ته دتبليغ  له لارې دې دواده په برخه کې داسلام دمبين دين دحکم اصل بيان کړي
دې وويل چې داسلام مبين دين دواده ملاماتوونکي باجونه اوبې ځايه   لګښتونه مردود بللي دي  او په دې کار لاس پورې کوونکو ته يې خبر دارى ورکړى دى .
  ختم- ف _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته