کابل باختر د لړم شپږ ويشتمه :
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمداشرف غني د سولې په اړه د خپلو مشورتي ناستو په لړ کې نن له غرمې مخکې د مدني ټولنې له یوشمېر غړو سره وکتل.
دجمهوررييس دوياند دفتر باختر آژانس ته خبرورکړ.
په دې کتنه کې چې په ارګ کې وشوه، تهمینې شجاع او احمد اعتمادي د نورو په استازیتوب خبرې وکړې.
دوی د سولې په اړه خپل دقیق لیدلوري او وړاندیزونه مطرح کړل او له بېلابېلو قشرونو په ځانګړي ډول له ځوانانو سره د جمهور رئیس مشورو څخه په مننې یې وویل، اوس موږ ځوانان د هېواد په مهمو پرېکړو کې ځانونه ونډه وال بولو.
جمهوررئیس غني د هغوی له نظرونو څخه په مننې وویل، تاسې د نوي افغانستان استازیتوب کوئ، نو د خپلو وړاندیزونو او نظرونو د زیات انسجام لپاره خپلې شبکې ملي او ټول شموله کړئ.
جمهوررئیس څرګنده کړه، سوله ملي بحث دی او زموږ ارزښتونه یواځې د افغانستان خلک تعریفولی شي. هغه زیاته کړه، موږ باید روښانه اراده او لوری ولرو او تېرې ترخې تجربې تکرار نه کړو.
جمهوررئیس غني دې ته په اشارې چې د سولې په پروسه کې مهم دخیل افراد ځوانان دي وویل، هڅه کوو چې د هېواد په هره مهمه پرېکړه کې ځوانان ونډه ولري.
د هېواد جمهوررئیس وویل، سولې ته رسېدل مسقیمه او هواره کرښه نه ده، په دې برخه کې باید لوړې او ژورې وزغمو. هغه ټینګار وکړ د سولې مذاکره کوونکی ټیم به د فرصت او ستونزې په هر پړاوکې له ملت سره مشوره وکړي.پاى- ع
0 1 دقیقه لوستل