ټولنه

د ډاډګېرنې پیغام

کابل- باختر د غبرګولى د مياشتې ٢٦
د سرحدونو او قبایلو د چارو وزارت د خواخوږۍ او ډاډګېرنې پیغام
په ډېرې خواشینۍ سره موخبرترلاسه کړ چې د هېواد مخور قومي او جهادي مشرحاجي دواجان سلطان خیل پرون دورپېښې ناروغۍ له امله له دې فاني نړۍ څخه سترګې پټې کړې.
انالله وانا الیه راجعون
ارواښاد د جهاد اوهم د قومونوترمنځ د یووالى اوهمغږۍ په برخه کې هڅاند مشر و.
د افغان میړني ولس خیرخوا او د سولې پلوی و، هیله یې دا وه چې هېواد خپله د افغانانوپه لاسونو ودان او د پرمختګ په لورپړاوونه ووهي.
د سرحدونو او قبایلوچارو وزارت په داسې حال کې چې د ارواښاد مړینه یوه ضایعه بولي؛ د ارواښاد هڅې او هاند د ملي یووالى په ټینګښت کې ستایي . د لوی خدای (ج) له دربارڅخه ارواښاد ته د فردوس جنت، کورنۍ او پاتې کسانو ته يې د جمیل صبرهيله کوي.#

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته